تخار کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
یکشنبه (۲۴ د ذوالحجې ۱۴۴۵) د تخار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د خبريالانو د خونديتوب کميټې په ګډه همکارۍ د مرستيال والي ملا خال محمد حقاني په مشرۍ د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي ذبيح الله انصاري د رسنيو پر ودې او له خبريالانو يې په مادي او معنوي ملاتړ ټينګار وکړ او رسنۍ يې د اسلامي نظام د دښمنانو په ضد بهترينه وسله وبلله، نوموړي له خبريالانو وغوښتل چې د ا.ا.ا. د پاليسۍ او اصولو سره سم فعاليت وکړي.
همدارنګه د خبريالانو د خونديتوب کميټې مشر عبدالسميع خاورې، د خپلواکه ژورنالستانو د ټولنې مشر نصرت الله ابراهيمي، او عبدالمبين صافي په خپل نوبت سره خبرې وکړې او له دولت سره يې د هر اړخيزو همکاريو کولو ډاډ ورکړ.
۱۴۰۳/۴/۱۰ هـ ل
۲۰۲۴/۶/۳۰ میلادي
