تخار کې د دولت او رسنيو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه
تېره ورځ د تخار ولايت په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د دولت او رسنيو ترمنځ د همغږۍ غونډه د دولتي او خصوصي رسنيو د استازو او د خبريالانو د مصؤنیت کميټې د غړو په موجوديت کې ترسره شوه.
د تخار د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبيح الله انصاري په اسلام کې د رسنيو په ارزښت او د اسلامي نظام څخه د رسنيو پر ملاتړ خبرې وکړې، نوموړي هغه شمېر رسنيو ته چې په تخار ولايت کې فعاليت کوي او د فعاليت د جوازونو موده يې پوره شوې سپارښتنه وکړه، چې خپل د فعاليت جوازونه نوي کړي.
د رسنيو مسؤلينو او خبريالانو د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د کړنو د ستايلو تر څنګ وويل: د ا.ا.ا. د حاکميت له وخت څخه تر دې مهال په تخار ولايت کې د خبريالانو له لوري هيڅ شکايت نه دی ثبت شوی
۱۴۴۵/۷/۱۰ هـ ق
۱۴۰۲/۱۱/۱ هـ ل
