بلخ کې له خبریالانو، د رسنیو له استازو او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه 

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۴
...

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د افغان ژورناليستانو د اتحاديې له لوري له خبریالانو، د رسنیو له استازو او د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو سره د اطلاع رسونې بهیر کې چټکتیا او د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمدالله ضرار د نظام د پیاوړتیا او پرمختګ په برخه کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وکړ او ویې ویل: رسنۍ د ټولنې د پوهاوي او د حقایقو د انعکاس اساسي وسیلې دي او د ټولو ګډ مسؤلیت دی، چې د اسلامي نظام لاسته راوړنې، پرمختګونه او مثبت فعالیتونه په دقیقه توګه او پر وخت ولس ته ورسوي.
دغه راز د افغان ژورنالیستانو اتحادیې مسؤل حفیظ‌الله بارکزي او په شمال زون کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤل عبدالطیف سهاک د رسنیو پر اهمیت خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې رسنۍ د هېواد د پرمختګونو او لاسته راوړنو په انعکاس کې مهم رول لري. دوی زیاته کړه، چې رسنۍ باید په خپلو اړوندو نشراتي برخو کې د حکومت د پنځو کلونو لاسته راوړنې او فعالیتونه په مسلکي او رښتیني ډول خلکو ته ورسوي.
په ناسته کې د رسنیو استازو هم اطلاعاتو د لاسرسي، د معلوماتو د شفافیت او د ګډو همکاریو پر اهمیت ټینکار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره به پر وخت، کره او بې پرې معلومات له ولس سره شریک کړي او د هېواد د ثبات، پرمختګ او عامه پوهاوي په برخه کې به خپل مسلکي مسؤلیتونه په پوره صداقت ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې دا ډول ناستې د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د باور د زیاتوالي او د معلوماتو د منظم او پر وخت شریکولو په موخه جوړیږي.
 
۱۴۴۸/۳/۲۹ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د ازبکستان ډیپلوماټیک پلاوي له غزني ولایت څخه لیدنه وکړه

د ازبکستان جمهوریت د سفارت مرستیال بهادر تاشمانوف، چې د دغه هېواد د مسلمانانو د ادارې مرستیال شیخ حامدجان ایشمت‌بیکوف یې هم ملتیا کوله، غزني ولایت ته د سفر په لړ کې د غزني له والي ملا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې له مسؤلینو سره د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې، د خبریالانو غوښتنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۵
Background image

غور کې د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره شوه

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د شعر او ادب د درناوي، د فرهنګي شتمنیو د پیاوړتیا او د بزګرانو د ملاتړ په موخه د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره کړه، چې پکې د سیمه‌ییزو ادارو. . .

BACK TO NEWS