بغلان کې يو مهم لرغونی تاريخي اثر ترلاسه شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۳:۴۱
..

د بغلان اطلاعاتو او کلتور ریاست د امنیتي ارګانو په همکاریو د سلګونه کلونو تاريخي مخینې درلودونکی اثر ترلاسه کړ.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس وویل: یاد اثر له برونزو جوړ دیګ دی، چې د دوشي ولسوالۍ اړوند د اسلام کلا او کیله ګي سیمو اوسیدونکو له لوري په غیر قانوني توګه ساتل کیده، چې له ترلاسه وروسته د بغلان محلي موزیم ته وسپارل شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس زیاته کړه؛ که څه هم په دقیقه توګه د یاد اثر تاریخي مخینه تردې مهاله نه ده معلومه، مګر د لومړنیو څیړنو له مخې تاریخي مخینه یې سلګونو کلونو ته رسیږي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس د تاریخي ځایونو او آثارو ساتنه د اطلاعاتو او کلتور ریاست له کاري لومړیتوبونو څخه وبلله او د بغلان له اوسیدونکو څخه یې وغوښتل، چې د محلي موزیم د غني کولو په برخه کې پوره همکاري وکړي.

۱۴۴۷/۹/۷ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS