بغلان کې له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه ۲۵۰۰ تنه فارغ شول

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۴:۲۷
ghjkl

سه شنبه ( ۱۱ د رمضان المبارک ۱۴۴۶) د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت د بېلابېلو ولسواليو له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه ۲۵۰۰ تنه زده کوونکي له بېلابېلو برخو څخه فارغ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: ۲۵۰۰ تنو زده کوونکو چې د وینا فن، پښتو، ریاضي، انګلیسي، سواد زده کړې او کمپیوټر په برخو کې یې زده کړې ترسره کړې وې، نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ او د فراغت سندونه ورته ورکړل شول.
ښاغلي هاشمي ډاډ څرګند کړ، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو د فرهنګي او علمي وړتیا لوړولو ته ژمن دی او  هڅه کوي، تر څو له خصوصي ښوونیزو مرکزونو او پوهنتونونو سره د هوکړې تر لاسلیک وروسته د نورو کلونو په څېر ځوانانو ته په تخفیف سره د زده کړو زمینه هم برابره کړي.
د ځوانانو چارو آمر وویل: دغه ۲۵۰۰ زده کوونکي د پلخمري، مرکزي بغلان، بنو، دهصلاح، پلحصار، خوست، فرنګ او ګزرګاه نور ولسوالیو له ښوونیزو مرکزونو څخه فارغ شول، چې په تیرو دریو میاشتو کې د ۶۰ ښوونکو له لوري په وړیا ډول زده کړې ورکړل شوې وې.
د غونډې نورو برخه والو په خپلو ویناوو کې د اطلاعاتو اوکلتور ریاست د وړیا ښوونیز مرکز له هڅو څخه مننه وکړه او د ځوانانو د علمي  او فرهنګي وړتیا د لوړولو برخه کې يې د ترسره کېدونکو پروګرامونو څخه د ملاتړ ډاډ هم ورکړ.

۱۴۰۳/۱۲/۲۱ ل
۲۰۲۵/۳/۱۱ ز

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS