بغلان کې له خبریالانو سره د کاري چارو د ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه
پنجشنبه( ۶ د ذوالحجې ۱۴۴۵) د بغلان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري خبریالانو سره د کاري چارو د ښه والي په موخه ګډه ناسته ترسره شوه، تر څو د اختر په شپو او ورځو کې رسنۍ لا ښې خپرونې جوړې او ګټور نشرات خپلو لیدونکو او اوریدونکو ته وړاندې کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د ټولو رسنیو له استازو او خبریالانو څخه وغوښتل، چې د اختر په ورځو کې د خلکو له غوښتنو، ټولنیزو، کلتوري، دیني او سیمه ییزو ارزښتونو سره برابرې خپرونې ترسره کړي، تر څو د خپرونو اغېزمنتیا څو چنده شي.
هاشمي زیاته کړه؛ د اختر په ورځو کې به ټول مسؤلین په خپله کاري محدوده کې رسنیو او خبریالانو سره کره او پر وخت معلومات شریکوي.
د خبریالانو په استازیتوب د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې غړي عبدالواحد وحدت او د باختر آژانس مدیر نورګل اندړوال ډاډ ورکړ چې ددغه ولایت سیمه ئیزې رسنۍ او خبریالان به د وس تر بریده هڅه وکړي، چې هغه خبرونه او خپرونې چې د اختر په شپو او ورځو کې یې اوریدل د خلکو لپاره مهم وي چمتو او خپاره کړي.
۱۴۰۳/۳/۲۴ ھ ش
۲۰۲۴/۶/۱۳ ميلادي
