بغلان کې له خبریالانو او رسنیو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه
پنجشنبه ( ۱۹ د شعبان ۱۴۴۵) د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د خبریالانو او سیمه ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د رسنيزو چارو د لا ښه پرمختګ په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي له ټولو سیمه ئیزو رسنیو وغوښتل، چې د کارکوونکو سره د قراردادلیک له پایته رسېدو سره سم دې هغوی ته د ترسره کړې دندې سره سم د کاري تجربې سند ورکول شي.
ښاغلي هاشمي زياته کړه؛ چې په دې ولایت کې رسنیزې چارې په خورا دقت او سرعت سره د سیمه ییزو مسؤلینو سره په بشپړې همغږۍ مخ پر وړاندې ځي او هېڅ ډول ستونزې شتون نه لري، چې رسنیز فعالیتونه ټکني کړي.
د والي ویاند ملاعلم مجیدي له رسنیو سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او هیله یې وښوده، چې رسنۍ به نور هم د خپلو دندو سپېڅلتیا ته پام کوي او هغه کارونه به ترسره کوي، چې د هیواد ملي ګټې، اسلامي ارزښتونه زيانمن شي.
د بغلان د خبریالانو په استازیتوب د خبریالانو د ملي ټولنې مشر رازمحمد راز، د خوندیتوب کمېټې مسؤل عبدالواحد وحدت، خبریال حارث سیار او نورګل اندړوال د خپلو خبرو پر دوام وویل: رسنیز کارکوونکي او خبریالان باید د خپل مسلک سپېڅلتیا خوندي وساتې او د ورسپارل شوي مسؤلیت له مخې خپلې دندې ترسره کړي.
