بغلان کې د ناوړه دودونو د مخنیوي هڅې دوام لري
د بغلان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د برکه ولسوالۍ له ځایي مسؤلینو سره په همغږۍ په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه له ځايي علماوو کرامو، قومي مخورو او ځوانانو سره ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: په دې ناسته کې مسؤلینو، یو شمېر علما کرامو او قومي مخورو د ناوړه دودونو د ټولنیزو، اخلاقي او دیني منفي اغیزو په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې ناوړه دودونه د ټولنیز یووالي د کمزورۍ، د کورنیو ستونزو د رامنځته کېدو او له اسلامي ارزښتونو څخه د ټولنې د لرې کېدو سبب ګرځي.
نوموړي زیاته کړه، چې د عالیقدر امیرالــمؤمنین(حفظه الله) د ۱۷ ګڼې فرمان او د اسلامي شریعت له احکامو سره سم ناوړه دودونه په ځانګړي ډول د خوښۍ او غم په مراسمو کې ناجایز دي.
په ناسته کې نورو ویناوالو هم له خلکو څخه وغوښتل چې د رهبرۍ د فرامینو په عملي کولو او د ناسمو دودونو په اصلاح کې همکاري وکړي او د ټولنې د اصلاح په برخه کې فعاله ونډه واخلي.
په پای کې ګډونوالو د یاد فرمان له محتوا څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او په ټولنه کې یې د عامه پوهاوي پر پراختیا ټینګار وکړ.
۱۴۴۷/۱۱/۸ هـ ق
