بغلان کې تاریخي او کلتوري سیمې کشف شوې
دوشنبه ( ۲۳ د محرم الحرام ۱۴۴۶ ) د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلينو په وينا؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د موزیم، لرغون پیژندنې او تاریخي ابداتو ریاستونو سره يې په ګډه د تاریخي سیمو او د سیلابونو له امله د زیانمنو شویو سیمو د سروې پر مهال اته نورې تاریخي او کلتوري سیمې کشف کړي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وایي: دغه اته سیمې د دې ولایت په برکې،نهرین، دهصلاح، پلحصار، مرکزي بغلان او دهنه غوري ولسواليو کې کشف شوي، چې سمڅې، کلاګانې او غونډۍ پکې شاملې دي، د ځينو کشف شوو سیمو لرغونتوب په باختري دورې پورې او د ځینو نورو یې په کوشاني دورې پورې اړه لري.
د يادونې وړ ده چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت لرغون پوهانو په برکې، جلګې، نهرین، دهصلاح، پلحصار، بنو، دوشي، پلخمري، ډنډغوري، دهنه غوري او مرکزي بغلان ولسوالیو کې له ۳۰ لرغونو او کلتوري سیمو څخه هم لیدنه وکړه.
۱۴۰۳/۵/۸ ھ ل
۲۰۲۴/۷/۲۹ ميلادي
