بغلان کې «د سالنګ زمزمې» کلنۍ مشاعره ترسره شوه
بغلان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري «د سالنګ زمزمې» مشاعره او «د سرود درد» شعري ټولګې مخکتنه ترسره شوه.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي له شاعرانو وغوښتل چې د وخت او حالاتو د غوښتنو سره سمه شاعري ترسره او د افغاني ژبو د ادبیاتو د ودې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.
نوموړي وويل، د «سرود درد» شعري ټولګه هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو چاپ شوې او یاد کتاب کې چاپ شوي شعرونه د هېواد ناخوالې، ټولنیز انځورونه او د ټولنې ناوړه دودونه په منظومه ژبه وړاندې کوي.
د بغلان د والي د دفتر رئیس مولوي لعل جان راشد په دې ولایت کې روان ادبي او کلتوري فعالیتونه د پام وړ وبلل او زیاته یې کړه چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ ولایتي اداره غواړي په دې ولایت کې ادبي فعالیتونه نور هم پراخ شي.
د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي عزت میر حقاني وویل، چې د ادبیاتو بېلابېلې څانګې د انسانیت او معنویت پر لور پرانېستې کړکۍ دي او په همدې اساس په مشاعره کې ویل شوي شعرونه او « دسرود درد» د شعري ټولګې اشعار یو داسې تصویر وړاندې کوي، چې رنګونه یې د بېلابېلو ژبو او ادبي اثارو له تنوع څخه پنځېدلي دي.
په مشاعره کې د بېلابېلو ژبو لسګونو شاعرانو، فرهنګیانو او استادانو د ترنم ترڅنګ شعرونه وویل، چې د ژبنۍ رنګارنګۍ تر منځ یې د مینې، هېوادپالنې، ټولنیزو نیوکو او انساني ژوند په تړاو بېلابېل انځورونه وړاندې کول.
د يادونې وړ ده چې «د سالنګ زمزمې» کلنې مشاعره د لومړي ځل لپاره ترسره او وروسته له دې به هر کال په بغلان ولایت کې ترسره کیږي.
۱۴۴۴/۱۱/۱۸ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۱۷ هـ ش
