بدخشان کې له وړیا ښوونیز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول 

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۵:۱۹
...

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت اړوند وړیا ښوونیز مرکز څخه ۱۷۰ تنه ځوانان د کمپیوټر، انګلیسي ژبې، ویناوالۍ او خطاطۍ له درې میاشتنيو ټولګیو څخه فارغ او د فراغت تصدیق پاڼې یې ترلاسه کړې. 
د اطلاعاتو او کلتور رئیس انجنیر ذبیح‌ الله امیري د هېواد د پرمختګ په برخه کې د ځوان نسل رول مهم یاد کړ او ویې ویل: د هېواد پرمختګ او او بیارغونه د ځوان نسل په سالمې تربیې او فرهنګ دوستۍ پورې تړلی دی.
ښاغلي امیري ټینګار وکړ، چې د هېواد مادي او معنوي ارزښتونه باید په سمه توګه وساتل شي.
دغه راز د ځوانانو چارو آمر وویل: دغه فراغت غونډه د وړیا ښوونیز مرکز د څلورمې دورې فراغت غونډه ده، چې د روان کال په دریو ربعو کې شاوخوا ۹۰۰ تنو ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړل شوې ده.
د ځوانانو چارو آمر زیاته کړه؛ تر دې مهال ځوانانو ته ۲۰ بېلابېل د هڅونې سمینارونه جوړ شوي دي او راتلونکي ژمي کې د ۱۰۰۰ تنو نورو ځوانانو روزنې ته چمتوالی نیول شوی دی.

۱۴۴۷/۵/۲۵ ه‍ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS