بدخشان کې لسګونه ځوانان د ویناوالۍ له زده کړو فارغ شول

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۴:۵۲
...

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو د چارو آمریت له وړیا ښوونیز مرکز څخه ۳۰ تنه ځوانان د ویناوالۍ له زده کړو څخه فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس انجینر ذبیح‌الله امیري د علم او پوهې د علاقمندو ځوانانو قدرداني وکړه او ویې وویل: د بدخشان فرهنګي ځوانانو لپاره د ویناوالۍ هنر زده کړه یوه اړتیا ده، هغه هیله څرګنده کړه، چې ځوانان به له دې علمي زده کړو څخه د ټولنې د اصلاح، له منکراتو سره د مبارزې، او د افغانستان د خلکو د دښمنانو پر وړاندې د فکري او فرهنګي جګړې لپاره ګټه واخلي، تر څو هغه دښمن چې نظامي سنګرونو کې ماتې خوړلې ده، په فرهنګي جګړه کې هم ماتې وخوري.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو د چارو آمر عبدالصمد شېرزاد وویل: د روان کال په ترڅ کې ۲۵۰ تنه د یاد ریاست له ښوونیز مرکز څخه له لنډ مهالو ښوونیزو پروګرامونو فارغ شوي دي.

۱۴۴۶/۵/۱۱ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۲۳ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS