بدخشان کې د کاپي رايټ قانون په اړه د اطلاعاتو او کلتور رياست کارکوونکو ته عامه پوهاوی ترسره شو

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۲:۲۵
..

داطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت د کاپي رايټ آمريت له قانون څخه دسرغړونې د مخنيوي په موخه د ادبي، علمي او هنري اثارو د کاپي رايټ قانون په باب د کارکوونکو د پوهاوي په اړه يو روزنيز ورکشاپ په بدخشان ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست کارکوونکو ته جوړ کړ.
د خپرونو چارو معينيت د کاپي رایټ قانون آمريت روزونکی او د فکري ملکیتونو د حقوقو متخصص ډاکټر امدادالله غیاثي وايي: د خپرونکو، لیکوالانو، څیړونکو او هنرمندانو د کاپي رايټ د حق د روښانه کولو لپاره ښوونیز پروګرام د وزارت مقام د کاپي رايټ آمريت له خوا د دې برخې کارکوونکو ته د پوهاوي په موخه د هغوی د مادي او معنوي امتیازاتو د دفاع له پاره طرح او پلان شوی دی او په پام کې ده چې د بدخشان په ګډون د هېواد په نورو ولایتونو کې هم پلی شي.
هغه زیاته کړه: اوس مهال په ټولنه کې زیاتره خلک د ادبي، هنري او علمي اثارو په ګډون د اثارو له فکري او مادي ملکیتونو څخه په بشپړه توګه خبر نه دي او په غیر شعوري ډول دغه ډول شیان غلا کوي، چې  د دغه پروګرام په پلي کیدو سره به د شته ناخوالو مخنیوی وشي او ستونزې به تر يو حده کمې شي.
د دغه روزنیز ورکشاپ په پای کې ټینګار وشو، چې له دې وروسته هغه کسان چې غواړي خپل کتابونه خپاره کړي، باید د نړیواله معیاري (ISBN) شمېره ترلاسه کړي، چې له دې شمېرې پرته به دوی ته هېڅکله د کتابونو د وېش او بیا خپرولو حق نه ورکول کېږي، هغه خلک چې د کاپي رایټ قانون څخه سرغړونه کوي، باید خبر شي، که چیرې قانون مراعات نه کړي نو له دوی سره به جدي چلند وشي.

۱۴۴۶/۳/۲۹ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۱ هـ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۴
Background image

کاپیسا کې د حصه اول کوهستان ولسوالۍ نوښتګر ځوانان وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د حصه اول کوهستان ولسوالۍ ځوانان چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي وو، وستایل شول.
د کاپیسا د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۳۰
Background image

د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له لوري د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر وویل: د خوښی ځای دی، چې په هلمند کې ټولې رسنۍ خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۴
Background image

بغلان کې د چاپ خونو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ولایت د چاپ خونو له مسؤلینو سره د مروجو بهرنیو اصطلاحاتو او کلیمو پر ځای د ملي ژبو د کارونې او همدارنګه د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د. . .

BACK TO NEWS