بدخشان کې ( د بریالیتوب او ریښتینولۍ لار درک کول ) تر سرلیک لاندې علمي او انګیزه پیدا کوونکی سیمینار جوړ شو

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۲:۳۸
..

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د ( د بریالیتوب او ریښتینولۍ لار درک کول ) تر سرلیک لاندې علمي او انګیزه پیدا کوونکی سیمینار د شاوخوا سلو تنو ځوانانو، فرهنګپالانو او استادانو په شتون کې ترسره شو.
د اطلاعاتو آمر د سمينار پرمهال چې ځوانانو لپاره د علمي او ديني مفاهيمو څخه د سياسي، معنوي، فکري لیدلوري او د دوی د پوهې کچې لوړولو ( ظرفيت لوړونې) د ودې او پراختيا لپاره جوړ شوی و، وويل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست کوښښ کوي، چې د علمي او ښوونيزو پروګرامونو په جوړولو سره ځوانانو ته د فکري او فرهنګي ودې زمینه برابره کړي، چې موخه يې د دې ولایت د آبادی لپاره د خلاق او متحد نسل جوړول دي.
د سمينار ګډون کوونکو د ډول ښوونيزو سمينارونو جوړولو له امله د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه؛ چې دا ډول انګیزه پیدا کوونکي پروګرامونه د زده ‌کړو پر مهال ځوانانو لپاره ښوونيز او هیله بښونکي دي.

۱۴۴۷/۱/۷ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۶
Background image

مسکو کې د ا. ا. ا. لوی سفارت فرهنګي آتشې د فلسطين مظلومو مسلمانانو ته د دعا مراسمو کې ګډون وکړ

د روسيې پلازمېنه مسکو کې د ا. ا. ا. لوی سفارت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي آتشې فضل الهادي حمزه د فلسطین سفارت کې " د فلسطین مظلوم ولس او سولې لپاره دعا" په نوم جوړو شوو مراسمو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

BACK TO NEWS