بدخشان کې د امارت پېژندنې سيالۍ غوره ګډونوال وستايل شول

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۵:۱۸
...

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت د امارت‌ پېژندنې کتاب کې له درې سوه ځوانانو ازموینه اخیستې وه، چې پایلې یې اعلان شوې او غوره ګډونوال د جایزو په ورکولو وستایل شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس انجینر ذبیح‌الله امیري وویل: د دې سيالۍ موخه دا وه، چې ځوانان د اسلامي امارت له نظام سره بلدتیا ومومي او له نظام سره یې اړیکې ټینګې شي. 
نوموړي زیاته کړه؛ د دغسې سیالیو ترسره کول د ځوانانو په منځ کې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ په برخه کې د فعالې ونډې اخیستو فکر پراخوي.
ښاغلي اميري له ځوانانو وغوښتل، چې له شته فرصتونو ګټه واخلي او د هېواد په آبادۍ کې رغنده رول ولوبوي.
د ځوانانو په استازولۍ نبي‌الله احمدي هم په دې غونډه کې خبرې وکړې او په هېواد کې د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د هواري لپاره یې د هڅو پر اهمیت ټینګار وکړ، هغه وویل: د نن ورځې نسل باید د نظام د پیاوړتیا او ثبات د ټینګښت لپاره هڅه وکړي، نوموړي د دا ډول سياليو ترسره کول د ځوانانو د وړتیاوو د لوړولو لپاره مهم ګام وباله.
یاده دې وي، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا د دې ازموینې شل غوره ګډونوالو ته نقدي او معنوي جایزې او تقدیرنامې هم ورکړل شوې.

۱۴۴۶/۵/۱۸ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۳۰ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS