باميانو کې له رسنيو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه
دوشنبه ( اول د رمضان ۱۴۴۵) باميان ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست په مشرۍ د همدې رياست د غونډو په تالار کې له رسنيو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي صفی الله رائد، د ولايت مقام وياند، د امنيه قوماندانۍ وياند، د يوناما د رسنيو برخو مسؤل، د دولتي او خصوصي رسنيو استازو او خبريالانو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي صفی الله رائد وويل: د خبریالانو، رسنيو او دولتي ادارو تر منځ د همغږۍ شتون په شته ستونزو کې د کموالي سبب کيږي، همدارنګه د عامه اذهانو د اغتشاش له منځه وړلو کې ګټور تماميږي، د خصوصي رسنيو ستونزې ارزيابي شوي دي، او د حل په موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معينيت ته استول شوي دي.
