بادغیس کې ( په اسلامي حکومت کې د ځوانانو ارزښت) تر عنوان لاندې سمینار جوړ شو

panah_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۱۰:۵۹
..

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو امریت او امېد ښوونیز مرکز د مسؤلینو او ځوانانو په حضور کې ( په اسلامي حکومت کې د ځوانانو ارزښت) تر عنوان لاندې سمینار جوړ کړ. 
د ځوانانو چارو آمر په ټولنه کې د ځوانانو پر اهمیت خبرې وکړې، ځوانان یې د ټولنې د ملا تېر وبلل او د هېواد په جوړونه کې یې د ځوانانو بنسټیز رول باندې ټینګار وکړ.
همدارنګه د امېد ښوونیز مرکز مدیر ځوانان د هېواد د راتلونکي جوړونکي وبلل او د ټولنې په پرمختګ کې یې د هغوی پر اړتیا او هڅه ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې د سمینار ګډونوالو د اطلاعاتو او کلتور ریاست او امېد ښوونیز مرکز څخه مننه وکړه او د دغه ډول پروګرامونو د لا دوام غوښتنه یې وکړه.

۱۴۴۶/۹/۸ ق
۱۴۰۳/۱۲/۱۸ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS