بادغیس کې د کمپیوټر زده کړو وړيا کورسونه پیل شول
د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کمپیوټر زده کړو وړيا کورسونه په څلورو درسي وختونو کې پیل شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس آخندزاده مطیعالله متقي وویل: دا ښوونیز کورسونه د ځوانانو د ډیجیټلي مهارتونو د لوړولو او د ټکنالوژۍ په برخه کې د هغوی د پیاوړتیا په موخه تنظیم شوي دي، په دې کورسونو کې ۴۰۰ زده کوونکي ثبت شوي او د مسلکي استادانو تر نظارت لاندې زده کړه کوي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس په وینا، دا کورسونه د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوي، او که د ګډون غوښتنه زیاته شي، د جذب ظرفیت به هم پراخ شي.
د دې کورسونو ګډونوالو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هڅو مننه وکړه او له مسؤلینو یې د نورو ښوونیزو برنامو د جوړېدو غوښتنه وکړه.
۱۴۴۶/۸/۷ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۸ ل
