بادغیس کې د غږیزو او انځوریزو رسنیو له مسؤلینو سره د همږغۍ ناسته وشوه
د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د غږیزو او انځوریزو رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له نشراتي مدیرانو سره د همږغۍ ناسته د یاد ریاست د رئیس مولوي مطیع الله متقي په مشرۍ ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي مطیع الله متقي په دې ټینګار وکړ، چې رسنيزې خپرونې باید د اسلامي امارت له تګلارې سره سمې برابرې شي.
نوموړي زیاته کړه؛ رسنۍ او د امارتي ادارو خپرونې د دیني، ټولنیزو او کلتوري مهمو پېښو په خپرولو او انعکاس کې ارزښتناک رول لري.
همدارنګه د رسنیو مسؤلینو او د امارتي ادارو نشراتي مدیرانو د خپرونو د کیفیت د ښه والي او د اسلامي امارت له تګلارو او لارښوونو سره د لا زیاتې همږغۍ په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
د ناستې په پای کې په دې ټینګار وشو چې د نشراتي چارو د ښه والي لپاره دې رسنیزې همکارۍ دوام ومومي.
۱۴۴۶/۸/۱۸ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲۹ ل
