بادغیس کې د (د ګرځندوی صنعت اهمیت) په نوم پروګرام جوړ شو

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۴:۳۵
..

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ګرځندوی کلتور د پراختیا او د دې مهم صنعت د ارزښت په اړه پوهاوي په موخه (د ګرځندوی صنعت اهمیت) په نوم پروګرام جوړ شو.
په دغه پروګرام کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز ښوونکو له لوري د ویناوالۍ او کمپیوټر زده کوونکو ته د ګرځندوی صنعت اهمیت په اړه معلومات ورکړل شول، چې زده کوونکو یې تود هرکلي وکړ.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس آخندزاده مطیع‌الله متقي وویل: د الله تعالی په فضل د بادغیس ولایت د ګرځندوی کلتور ښه لور ته روان دی او دا د شکر ځای دی، چې موږ نن د یو بشپړ اسلامي او شرعي نظام تر سیوري لاندې ژوند کوو، داسې نظام چې د ټولنې په ټولو برخو کې، لکه کلتور، تعلیم، اقتصاد، ګرځندوی او نورو برخو کې جدي او عملي پاملرنه لري.
ښاغلي متقي زیاته کړه؛ د بادغیس اطلاعاتو او کلتور ریاست تل هڅه کوي، چې د ښوونیزو، کلتوري او هنري پروګرامونو له لارې د ګرځندوی په برخه کې د ځوانانو د پوهاوي کچه لوړه کړي او د دې مهم صنعت د ودې لپاره لا غوره زمینه برابره کړي. نوموړي له ټولو ځوانانو او فرهنګیانو څخه وغوښتل چې ولسونو ته د بادغیس ولایت د طبیعي او تاریخي جاذبو د پیژندلو په برخه کې فعاله ونډه واخلي او د دې ولایت ښکلی او فرهنګي انځور نورو ته وروپېژني.

۱۴۴۷/۴/۲۶ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د اتمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې کارته نو (ځاځي بازار او سپوږمۍ بازار) سیمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د نیمروز والي د رسنيو له مسؤلینو او خبريالانو سره وکتل

د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبيب‌الله په شتون کې په خپل کاري دفتر کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل.
د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود. . .

BACK TO NEWS