بادغيس کې د کمپیوټر د وړيا کورس څلورمه دوره پیل شوه

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۵:۳۳
..

 د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو امريت له لوري  د کمپیوټر د وړيا کورسونو څلورمه دوره پیل شوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور رئیس مطیع الله متقي وویل: په اوسني وخت کې د دیني او عصري علومو زده کړه د بااستعداده ځوانانو لپاره ضروري ده او له ځوانانو یې وغوښتل، چې له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې یوه میاشت وړاندې د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کمپیوټر له وړیا کورسونو څخه ۱۹۷ کسانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.

۱۴۰۳/۵/۱۰ ھـ ل 
۲۰۲۴/۷/۳۱ ميلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

پکتیکا کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني او عصري علومو بېلابېلو کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې شاوخوا ۴۰۰ ټوکه کتابونه پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

 د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: اسلامي امارت هڅه کوي، چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل شو

شنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده الحرم ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د سیاحتي، زیارتي،. . .

BACK TO NEWS