بادغيس کې د لرغونو آثارو د ويجاړېدو مخنيوی وشو

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۴:۵۳
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې رياست مسلکي پلاوي بادغيس ولايت ته د باغلر نومي سيمې مغارو کې د شته لرغونو آثارو د ويجاړۍ د مخنيوي په موخه سفر وکړ.
پلاوي په یاده ساحه کې تر پلټنو وروسته د هغو مشخصو ځايونو کيندنه شروع کړه، چې د سيلابونو له امله زيانمن شوي وو، چې د کيندنو په ترڅ کې ۹ مات شوي خټين لوښي او د ميچنو دوه تيږې کشف شوې، ياد شوي آثار تر پاک کارۍ، ثبت او بيارغونې وروسته د بادغيس ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست ته وسپارل شول.
ددې ترڅنګ د ياد رياست ۵ قلمه نور خټين او ډبرين آثار چې مخکې له بېلابېلو لرغونو سيمو څخه ترلاسه شوي وو، د لرغون پېژندنې رياست مسلکي پلاوي له لوري پاک کاري او بيا ورغول شول.
د لرغون پېژندنې رئيس انجينر ذبيح الله سادات وايي: د بادغيس ولايت د باغلر سيمه د دې ولايت يو له لرغونو سيمو څخه ده، چې د ترلاسه شويو آثارو څخه يې معلوميږي، چې تر اسلام مخکې دورو پورې اړه لري، نوموړي هيله څرګنده کړه، چې راتلونکي کې وکولای شي، چې دې سيمه کې د لا ډيرو اثارو د ترلاسه کولو او د موزيم د غني کولو لپاره د څېړنو او کيندنو کارونه پيل کړي.

۱۴۴۶/۳/۲۰ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS