بادغيس کې د اطلاعاتو او کلتور رياست د ويناوالۍ «فن بيان» روزنيز کورس افتتاح کړ
تیره ورځ د بادغيس د اطلاعاتو او کلتور رياست مسئولينو د ياد رياست په ښوونيز مرکز کې د ويناوالۍ «فن بيان» دوه مياشتنی روزنيز کورس افتتاح کړ.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس اخندزاده مطيع الله متقي وويل، د ځوانانو د علمي ظرفيت لوړونې لپاره دا ډول کورسونه مهم دي او بايد ځوانان له دا ډول فرصتونو څخه استفاده وکړي.
د نوموړي په وينا، تير کال هم د ځوانانو د علمي ظرفيت لوړونې په خاطر د اطلاعاتو او کلتور رياست ښوونيز مرکز کې د کمپيوټر، انګليسي، او ويناوالۍ روزنيز کورسونه برابر شوي وو، چې ډيری ځوانانو پکې برخه اخیستې وه او خپل د فراغت سندونه يې ترلاسه کړي دي.
د ځوانانو چارو د مديريت په وينا د ویناوالۍ روزنيز کورس د دوه مياشتو لپاره په لاره اچول شوی دی، چې د بادغيس ځوانان کولای شي برخه پکې واخلي.
۱۴۴۴/۱۰/۲۰ هـ ق
۱۴۰۲/۲/۲۰ هـ ش
