بادغيس ولايت کې د کتاب نندارتون جوړ شو

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۹:۲۱
....

بادغيس ولايت کې مطالعې ته د هڅونې په موخه د رضاکارو ځوانانو له لوري د اطلاعاتو او کلتور رياست سره په همغږۍ د کتاب دوه ورځنی نندارتون جوړ شو.
د ياد نندارتون د پرانستې پرمهال د اطلاعاتو او کلتور رياست استازي، علماوو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی وو.
د نندارتون جوړونکو د بادغيس ولايت له اوسيدونکو په ځانګړي ډول له ځوانانو وغوښتل چې د مطالعې دود غښتلی کړي.
 
۱۴۴۵/۶/۵ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۲۷ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS