بادغيس ولايت کې د شيطان لښکر کتاب ازموينه ترسره شوه
تېره ورځ بادغيس ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ځوانانو ترمنځ د شيطان لښکر کتاب کې ازموینه ترسره او پايلې يې اعلان شوې، ددې ازموينو غوره ګټونکو ته د کمپيوټر او ساعت په شمول نورې ډالۍ هم ورکړل شوې.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس اخندزاده مطيع الله متقي وويل: په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې علمای کرامو ځوانانو ته د مطالعې د ارزښت او اهميت په اړه خبرې وکړې او ځوانان يې د ديني او مسلکي زده کړو ترلاسه کولو ته تشويق کړل.
همدا ډول د بادغيس ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له ښوونيز مرکز څخه ۶۰ تنه ځوانان د انګليسي ژبې او ويناوالۍ له دوه مياشتنیو زده کړو وروسته فارغ شول.
۱۴۴۵/۵/۲۷ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۲۰ هـ ش
