بادغيس او جوزجان کې د فريلانسنګ ( آنلاین کاروبار ) ښوونيز سمينار ترسره شو

rahim_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۱۰:۴۰
Badghis and Jozjan provinces

شنبه (۲۰ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د بادغيس او جوزجان ولايتونو د ځوانانو چارو امريتونو له لوري ځوانانو ته د فريلانسینګ ( آنلاین کاروبار ) ښوونيز سمينار ترسره شو.

د بادغيس او جوزجان ولايتونو د اطلاعاتو او کلتور رياستونو مسؤلين وايي د ځوانانو لپاره يې د فريلانسنګ ( آنلاین کاروبار ) په هکله معلوماتي سمينارونه ترسره کړل، د ياد سمينار نه وروسته به ځوانان د فريلانسنګ ( آنلاین کاروبار ) لپاره په ترسره کيدونکې ازموينه کې ابتدايي معلومات ولري او په ډاډ سره به ازموينه کې ګډون وکړي.

د فريلانسنګ ( آنلاین کاروبار ) پروګرام د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معينيت او اکټېډ موسسې په ګډه همغږۍ په څو زونونو کې پيل شوی دی، چې ځوانان پکې تر زده کړو کولو وروسته د خپل کاروبار څښتنان کيږي، یاد پروګرام کې د هر ولايت شپږ تنه ځوانان تر زده کړو لاندې نيول کيږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۸
Background image

(بلخ د افغانستان د فرهنګي پایتخت او د تمدنونو څلور لارې) په نوم علمي او څېړنیز سیمینار ترسره شو

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې (بلخ د افغانستان د فرهنګي پایتخت او د تمدنونو څلور لارې) په نوم یو ورځنی علمي او څېړنیز سیمینار ترسره شو، چې موخه یې د بلخ ولايت تاریخ، علمي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۵۶
Background image

ګردیز کې د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ او همکارۍ چې په مرکز ګردیز ښار کې د خصوصي ښوونځیو د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۳
Background image

سرپل کې د امام‌ زاده یحیی بن زید شهید زیارت د احاطوي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې

د سرپل ولایت اړوند د امام‌ زاده یحیی بن زید شهید زیارت د احاطوي دېوال د جوړولو چارې، چې ۷۰ متره اوږدوالی او ۲.۵ متره لوړوالی لري، د څه باندې ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د سرپل د اطلاعاتو. . .

BACK TO NEWS