افغان ملت او اسلامي امارت الله تعالی په لوی امتحان کې بریالي کړل

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۴ - ۲۳:۴۰
.....

یادې څرګندونې نن سه شنبه ( ۱۴۴۵/۱/۲۸هـ ش) د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خيرالله خیرخواه صاحب له امریکایي اشغال څخه د خپلواکۍ تر لاسه کولو د دوهمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې لمانځغونډه کې وکړې، چې پر مهال یې د کابینې یوشمېر وزیرانو، قومي مشرانو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.
ښاغلي خیرخواه په خپلو خبرو کې وويل: شل کاله پر افغانستان باندې بد وضعیت تېر شو، داسې کور په ټول هېواد کې پاتې نه شو، چې د اشغالګرو لخوا دې تاواني شوی نه وي، په نړۍ کې کم هېوادونه پاتې و، چې دلته یې د اشغالګرو ملاتړ ونه کړ، خو زموږ سپېڅلي قیام او بیا تاريخي فتحې په نړیواله کچه د وېښو مسلمانانو زړونه یخ کړل.
د ښاغلي خیرخواه په خبره، افغان ملت هېڅ یرغل نه مني، نور دې څوک د اسلامي امارت د ړنګېدو خوبونه نه ويني، الله تعالی افغانان په خپل امتحان کې بریالي کړل. خپل مؤمن ملت ته ډاډ ورکوو، چې ټولو ستونزو ته مو رسېدنه کیږي، نور د پرمختګ پر لور روان یو، باور لرو چې په لنډ وخت کې به مو هېواد د لویو پر مختګونو شاهد وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS