افغان تور دولتي شرکت د نورستان مرکز پارون کې سياحتي زانګو جوړوي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت افغان تور دولتي شرکت له لوري د نورستان ولايت مرکز پارون کې په ۱۵۰۰ متره اوږدوالي سره سياحتي زانګو جوړيږي. دغه سياحتي زانګو له يوه غره څخه تر بل غره پورې په لوړه ارتفاع جوړيږي، چې د سيمې هيوادونو په کچه به لوړه او اوږده زانګو وي. یاده زانګو به د افغان تور دولتي شرکت له داخلي منابعو څخه په کار اخیستنې او د تخنيکي او مسلکي زده کړو انسټيټيوټ په تخنيکي همکارۍ جوړه شي. د یادولو وړ ده، چې افغان تور شرکت يو دولتي شرکت دی چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې د بهرنيو او کورنيو سيلانيانو لپاره په افغانستان کې د نوښتونو او سهولتونو په برابرولو بوخت دی، څو سيلانيانو ته د ميلې او چکر لپاره داسې ځايونه په نښه او برابر کړي چې دوی له خپلو میلو خوند واخلي. ۱۴۴۴/۸/۱۰ هـ ق ۱۴۰۱/۱۲/۱۲ هـ ش
