افغانيک موسسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته کتابونه ډالۍ کړل

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۸ - ۱۲:۵۶
افغانيک موسسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته کتابونه ډالۍ کړل

د افغانيک موسسي استازي نن ٤٢ ټوکه کتابونه او دوه ډي وي ډي ګانې چې څه ناڅه ٢٦٠ عنوانه کتابونه دي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ډاکټر طارق رشاد ته وسپارل .
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغو کتابونو او ډي وي ډې ګانو د سپارلو په مراسمو کې په داسې حال کې چې په فرهنګي چارو کې د جمهوري رياست سلاکار محمد زرين انځور او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وياند محمد صابر مومند هم حاضر وو د افغانيک موسسې استازي ډاکتر يحيي وردګ د دغې موسسې د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل.
هغه وويل دغه موسسه ٢٥ کاله وړاندې په آلمان کې مېشتو افغانانو په هغه هېواد کې جوړه کړې ده او دغه موسسه په وروستيو ١٠ کلونو کې هر کال د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د دولتي پوهنتونونو لپاره تر ٢٠ زره ټوکه درسي کتابونو مرسته کوي.
وردګ څرګنده کړه چې په دغو کتابونو کې طب، اقتصاد، کرنه، انجینرۍ، ژورنالیزم، ساینس، اروا پوهنې او د عامه ادارې څانګې شاملې دي چې په www.ecampus-afghnistan.org ویب پاڼه کې هم شتون لري.
ډاکټر رشاد له افغانيک موسسې څخه په منني سره څرګنده کړه چې دغه کتابونه او ډي وي ډي ګانې به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کارکوونکو د استفادې په موخه د دغه وزارت کتابتون ته وسپارل شي.

کابل/ دورې ٨ مه/ باختر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او باختر خبري آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

دوشنبه (١٤ د جمادي‌الاول ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د باختر خبري آژانس له لوري د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او د باختر خبري آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د عامه کتابتونونو ریاست او (DHSA) موسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د افغانستان لپاره د پراختیایي او بشري خدمتونو موسسې(DHSA) ترمنځ د ټولنیز ګډون پیاوړتیا په نوم د همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۷
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۱۴جمادی الاول ‌۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین په مشرۍ د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر. . .

BACK TO NEWS