افغانستان کې بهرنيو پانګوالو ته د پانګونې سالم چاپيريال برابر دی
چهارشنبه (۲۶ د ذوالحجې ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور وزير الحاج ملا خیرالله خيرخواه صاحب په خپل کاري دفتر کې افغان پانګوال عبدالنافع او مسکو کې استوګن د جنوبي کوريا اوسيدونکي ډاکټر چوی ان ژون سره وکتل.
د ناستې په پیل کې د ډاکټر چوی ان ژون په روسيه، اندونیزیا، بلغاریا او قزاقستان کې د خپلو طبي فعاليتونو په اړه معلومات شريک کړل او په افغانستان کې يې د صحت په برخه کې د افغان کادرونو د روزنې او درملو د توليد په برخه کې د پانګونې اماده ګي وښوده او د افغانستان کوريا په نوم د يو مرکز د جوړولو غوښتنه يې وکړه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير الحاج ملا خيرالله خيرخواه صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې، د افغان کادرونو روزل مهم وبلل زياته يې کړه؛ یاده موضوع يوه مهمه نړيواله موضوع ده او دې برخه کې د پانګونې خبره به د اړوندو مقاماتو سره جريان کې واچوي.
۱۴۰۳/۴/۱۳ هـ ل
۲۰۲۴/۷/۳ میلادي
