افغانستان د حفظ او حسن قرائت په نړيوالې سيالۍ کې دريم او څلورم مقامونه وګټل
ترکيه کې د حفظ او حسن قرائت د نهمې دورې په نړيوالې سيالۍ کې د افغانستان اسلامي امارت په استازولۍ ګډونوالو دريم او څلوم مقامونه وګټل، چې په ياد هيواد کې د ا.ا.ا. سفارت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي آتشې په هڅو د سفارت له لوري وستايل شول.
یاده سيالي هر کال په ترکيه کې د شاوخوا پنځوس اسلامي هيوادونو ترمنځ ترسره کېږي، چې سږ کال د ا.ا.ا. په استازولۍ قاري عبدالرب ایوبي په حسن قرائت کې دريم مقام او قاري شفیق اميني د قرانکريم د حفظ په برخه کې څلورم مقام خپل کړ.
چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي آتشې په هڅو د ترکيې په مرکز انقرې کې د ا.ا.ا. سفارت ياد دوه تنه حافظان چې هيواد ته يې وياړ په برخه کړ او د پنځوسو هيوادونو تر منځ يې دريم او څلورم مقامونه ګټلي وو، په مادي او معنوي ډول وستايل.
۱۴۴۶/۴/۳۰ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۱۲ هـ ل
