اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د افغان تکنالوژۍ انسټېټيوټ زده کړيالانو یو میاشتنی روزنيز پروګرام پای ته ورسېد

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۴:۵۹
...

پنجشنبه ( ۲۹ د ذوالحجې ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارکوونکو چارو رياست د ادارې د پراختیا او ظرفیت لوړونې آمريت له لوري د افغان تکنالوژۍ انسټېټيوټ سره د شوي تړون له مخې د یاد انسټېټيوټ ۲۰ تنو زده کړیالانو، د علامه پوهنتون يو تن او د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي دوه تنه زده کړيالانو ته د یاد وزارت کاري محیط سره د بلدتیا، اهدافو او پروګرامونو د تشريح کولو تر څنګ د اداري مراسلاتو، د واردې او صادرې څخه د ګټې اخستنې او په ادارو کې د عملي کارونو ترسره کولو يو میاشتنی روزنيز پروګرام نن پای ته ورسېد.

په همدې مناسبت په ګرځندوی، مالي او اداري چارو معينيت کې یادو زده کړيالانو ته د فراغت مراسم نيول شوي وو، چې د یاد معينيت د معين ښاغلي مولوي قدرت الله جمال، د مقام د دفتر رئيس او د کارکوونکو چارو د رئيس له لوري ورته د تصديق پاڼې ووېشل شوې.

د فراغت په مراسمو کې ښاغلي جمال په خپله وينا کې وويل: د ځوانانو روزل د اسلامي امارت د کړنلارې اساسي برخه ده، ځوانانو پورې د ټولنې ډېرې هيلې تړلي دي، د ادارو آینده مسؤلين همدا ځوانان دي، د ژوند په هره برخه کې د اخلاص په کولو سره خپل تعليم ته قدر ورکړئ، ځوانان باید په حتمي توګه د ژوند لپاره منظم پلان ولري، ځکه پلان د بريالي ژوند تضمين کوي.

همدا راز یادو شويو ځوانانو هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مسؤلينو څخه د يو میاشتني روزنيز پروګرام جوړولو له امله مننه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال هم په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د مسلکي او حرفوي تعليماتو انسټېټيوټ د ژورنالېزم برخې ۴۰ تنه زده کړيالان په عملي زده کړو بوخت دي.

۱۴۰۴/۴/۵ هـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

ترنم او ترانې

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د ترنم او ترانو ریاست د مرکز سربېره په بېلابېلو ولایتونو کې د (۲۰) سټوډیو ګانو ارزونه کړې ده.
په یاده موده کې پکتیا، نورستان، زابل، کندهار او هلمند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د رسنیو له مسؤولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همغږۍ د رسنیو د ستونزو حل، د خبریالانو ملاتړ او اطلاع رسونې بهیر ښه والي په موخه د رسنیو له مسؤولینو، خبریالانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

د کتاب پلورنځیو مسؤلینو او د کتابونو خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسئولینو، د مزارشریف ښار له یو شمېر کتاب‌پلورنځیو مسؤولینو او کتاب خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې په دې ناسته کې د کتابونو د چاپ، د کتابونو نندارتون. . .

BACK TO NEWS