اطلاعاتو او کلتور ریاست محصلینو ته د وړیا مطالعې زمینه برابره کړه

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۱۱:۵۵
.....

د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د کتاب لوستنې د دودولو په موخه د دغه ولایت د میرویس نیکه پوهنتون زده کړیالانو ته د وړیا کتاب ورکونې او مطالعې زمینه برابره کړه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر عبدالولي بشرمل وویل: دوی د کلات په عامه کتابتون کې تر ۱۳ زره ټوکه د بېلابېلو برخو کتابونه لري، چې دا مهال ورڅخه کلات ښاریان او د پوهنتون محصلین وړیا استفاده کوي.
د میرویس نیکه پوهنتون یو تن استاد امان الله حقيار وویل: دا د زده کړیالانو لپاره غوره چانس دی، چې له بېلابېلو کتابونو څخه په وړیا ډول استفاده وکړي.
همدا راز یو شمېر زده کړیالانو پر دې کار خوښي څرګنده کړه او د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه یې مننه وکړه.

۱۴۴۵/۱/۱۶ هـ ق
١٤٠٢/٥/١١ هـ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست او غور ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د رسنیو له مسولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۲
Background image

هلمند کې (د مطالعې ارزښت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الرباط فکري او فرهنکي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز لښکرګاه عامه کتابتون کې (د مطالعې ارزښت) په نوم ګڼ شمېر زده کوونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۵۲
Background image

له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ او پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند وړیا ښوونیز مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول.
په دې اړه جوړه شویو غونډو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

BACK TO NEWS