اشترلي ولسوالۍ اړوند خدیر باش میانه کلي کې یوه لرغونې کلا کشف شوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۴:۴۳
...

د اشترلي ولسوالۍ اړوند خدیر باش میانه کلي کې یوه لرغونې کلا چې د دایکنډي ولایت له مرکز څخه شاوخوا ۱۲۳ کیلو متره فاصله لري او ۱۷۰ کاله لرغونتوب لري په ۲۵۰۰ متر مربع ځمکه کې د میر حیدر بیګ له خوا جوړه شوې ده کشف شوه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د فرهنګي میراثونو ساتنې مدیریت د لومړنیو څیړنو په اساس یاده کلا د یوې لرغونې آبدې په توګه پیژندل شوې ده.
دغه راز د میرحیدر بیګ لمسی عبدالعزیز حیدري وویل: دغه کلا لس متره لوړوالی لري او د یولسو خونو درلودنکې ده، د ښاغلي حیدري په وینا، یاده کلا له خټو څخه جوړه ده، چې څلور برجونه لري او یو شمېر خونې او برجونه یې له منځه تللې دي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري خالد فضلي لرغونې آبدې د یوې ټولنې د هویت بیانونکې وبللې او د دایکنډي ولایت له خلکو څخه یې وغوښتل چې د لرغونو آبدو په پیژندنه او ساتنه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره پوره همکارۍ وکړي.
۱۴۴۷/۶/۱۸ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS