اسلامي امارت له راتګ سره سم، د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا ۱۷ علمي سیالۍ په لاره اچول شوي دي

rahim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۳:۲۸
Logar province

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي:چې د اسلامي امارت له راتګ څخه د ۱۴۰۲ لمریز  کال تر پایه د دې ولایت په کچه ۱۷ علمي سیالۍ په لاره اچولې دي.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر ذبیح الله جواد وايې؛ چې د دغه ریاست په هلو ځلو د ځوانانو د فکري رغونې، د پیغمبر صلی الله عليه وسلم له سیرت او صورت سره بلدتیا او د ځوان قشر ترمنځ د مطالعي دود د غښتلي کولو او اسلامي تاریخ څخه د خبرتیا په موخه د اسلامي امارت له حاکمیت سره سم تر دې دمه د لوګر د مرکز په ګډون ټولو ولسوالیو کې ۱۷ علمي سیالۍ پر لاره اچول شوي دي.

ښاغلي جواد زیاته کړه؛ چې په یادو سیالیو کې زر ګونه تنه د ښوونځیو او مدرسو زده کوونکو، زده کړیالانو او ځوانانو ګډون کړی و. د نوموړي په خبره د دغو سیالیو مخکښو ګډونوالو لپاره د کمپیوټرونو، مبایلونو، قلمي قرآنکریمونو، بایسلکونو، کتابونو او نورو ډالیو ترڅنګ د حاجي منګل احمدزي ښوونیز مرکز په مالي ملاتړ دو تنه د عمرې حج د ادا کولو په موخه بیت الله شریف ته هم لېږل شوي دي.

د یادونې وړ ده؛ چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یادو سیالیو تر څنک د دغه ادارې د ښوونیز مرکز له لارې هم سلګونه تنه ځوانانو، د ښوونځیو او مدرسو زده کوونکو او زده کړیالانو ته د انګلیسي ژبې، کمپيوټر او خطاطۍ برخو کې روزنه ورکړې شوي دي.
۱۴۴۵/۹/۲۲ ھ ق
۱۴۰۳/۱/۱۳  ھ ش

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

پکتیکا کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني او عصري علومو بېلابېلو کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې شاوخوا ۴۰۰ ټوکه کتابونه پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

 د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: اسلامي امارت هڅه کوي، چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل شو

شنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده الحرم ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د سیاحتي، زیارتي،. . .

BACK TO NEWS