استالف ولسوالۍ کې د امارت پېژندنې سيالۍ غوره ګډونوال وستايل شول

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۵:۱۵
Zrhu?f

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د حریت بنسټ په همکارۍ په استالف ولسوالۍ کې له ځوانانو څخه د امارت‌ پېژندنې کتاب ازموینه اخیستې وه، چې پایلې یې په ځانګړو مراسمو کې اعلان او غوره ګډونوال د ډاليو په ورکولو وستایل شول.

په دغو مراسمو کې د عامه کتابتونونو او پوهنې رياستونو مسؤلينو او ځوانانو ګډون کړی وو.

 د عامه کتابتونونو د عامه اړیکو عمومي مدیر خالد اوریا د وینا پر مهال د کتاب لوستلو پر ارزښت او مطالعې ته د ځوانانو د تشويقولو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: دا ډول مراسم د کتاب ‌لوستنې د کلتور د پراخېدو او د عامه پوهاوي د زیاتوالي لپاره یو اغېزناک ګام دی.

د يادونې وړ ده، چې د لومړي مقام ګټونکي ته یو پايه کمپیوټر، د دوهم او دریم مقام ګټونکو ته ځيرک موبایلونه، او تر شلم مقام پورې ګډونوالو ته بېلابېلې مادي او معنوي ډالۍ ورکړل شوې.

 

۱۴۴۶/۷/۲۹ ق

۱۴۰۳/۱۱/۱۱ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS