اروزګان اطلاعاتو او کلتور ریاست کې کمپیوټر لب پرانستل شو
تېره ورځ د اروزګان ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د دغه ریاست په هلوځلو او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت په ځانګړې پاملرنه د دغه ریاست د وړیا زده کړو په برخه کې د ټولو اسانتیاوو برخمن کمپیوټر لب جوړ او د دغه ریاست د رئیس قاري اغاولي قریشي او یو شمېر نورو ځوانانو په حضور کې پرانستل شو.
په یاد کمپیوټر لب کې به پر یوه وخت ۵۰ زده کوونکو ته د کمپیوټر زده کړې ورکول کیږي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري اغاولي قریشي په پیل کې د ځوانانو چارو معینیت له رهبرۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې په دغه کمپیوټر لب کې به بې وزلو زده کوونکو ته په وړیا ډول د کمپیوټر زده کړې ورکول کیږي.
بل لور یو شمېر ځوانانو خوښي څرګنده کړه، چي ورته یو مجهز کمپیوټر لب پرانستل شو، تر څو په وړیا ډول د کمپیوټر زده کړې تر لاسه کړي.
۱۴۴۵/۵/۱ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۲۴ هـ ش
