ارزګان کې میاشتنی ادبي بهیر ترسره شو

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۱۱:۲۶
....

تېره ورځ د ارزګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په دغه ریاست  کې د ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو، د شعر او ادب مینوالو په شتون کې میاشتنی ادبي بهیر ترسره شو.
دغه میاشتنی ادبي بهیر د ځوانانو چارو عمومي مدیریت په همغږۍ د هرې میاشتې په ورستیو کي د اطلاعات او کلتور ریاست په انګړ کې ترسره کیږي.
د یاد ادبي بهیر په پیل کې د دغه ولایت د اطلاعات او کلتور رئیس قاري اغاولي قریشي د ټولو ګډون والو د ګډون څخه مننه وکړه، ادیبان او شاعران یې د اسلامي امارت د قلم مبارزین یاد کړل او له دوی څخه یې غوښتنه وکړه چې خپل شعرونه او لیکنې د نظام او اسلام په ملاتړ وکړي.
نوموړي وویل، دا نظام شاعر، لیکوال او ادیب ته اړتیا لري او ټول باید د خپل هنر په ژبه د نظام او اسلامي امارت ملاتړ وکړي.
ورپسې ګڼ شمېر شاعرانو خپل شعرونه ګډونوالو ته واورول.

۱۴۴۴/۱۱/۲۹ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۲۸ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS