د اطلاعاتو او کلتور رئیس د خبريالانو او د رسنيو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه

tawana_admin
Wed, Feb 12 2025 1:01 PM
sdfgh

د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي حبیب الله مجاهد د خبريالانو سره د همغږۍ په غونډه کې د دلوې ۲۶ چې په افغانستان کې د روسانو د ماتې له ورځې سره برابره ده بحث وشو.
ښاغلي مجاهد ددې ولايت د رسنيو له مسؤلينو د ښې همغږۍ څخه مننه وکړه او زياته یې کړه ۲۶ د دلوې هغه ورځ ده چې د افغانستان مجاهد ملت د وخت لویه امپراطوري روسان له افغانستان څخه وشړل او دا پاکه خاوره ترې ازاده شوه.
مجاهد د رسنيو له مسؤلينو و غوښتل تر څو ددې ورځې په ياد کې د هغه وخت له مجاهدینو سره مرکې او را پورونه ثبت او نشر کړي.

وروستیو کې د رسنیو مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه مننه وکړه او په رسنیزه برخه کې یې د لاښې همغږۍ په موخه مهمي مشورې شريکې کړې.

۱۴۴۶/۰۸/۱۳ ھ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲۴ ھ ش