جوزجان کې (افغانستان د فرهنګي بډاینې پر لور) په نوم یو ورځنی نندارتون جوړ شو
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت او د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډې همکارۍ، د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د هېواد د اصیل فرهنګ او تاریخ د معرفي کولو او د فرهنګي او هنري فعالیتونو د ملاتړ په موخه، (افغانستان د فرهنګي بډاینې پر لور) په نوم یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
په دغه نندارتون کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسؤولینو، د جوزجان ولایت یو شمېر امارتي ادارو مسؤولینو، شاعرانو، لیکوالانو، د پوهنتون استادانو، صنعت کارانو، ورزشکارانو او د جوزجان ولایت یو شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سیف الدین معتصم په ټولنه کې د فرهنګ په ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل: فرهنګ د یوه هېواد هویت جوړوي او د فرهنګي او تاریخي ارزښتونو ساتنه د ټولنې د هویت په خوندي کولو او راتلونکو نسلونو ته د دغه هویت په لېږدولو کې اساسي رول لري.
ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د خلکو د فرهنګ رئیس حافظ مولوي سیف الرحمن محمدي د فرهنګي فعالانو لپاره د لا زیاتو فعالیتونو د زمینې پر برابرولو او راتلونکو نسلونو ته د هېواد د اصیل فرهنګ په لېږدولو ټینګار وکړ.
ښاغلي محمدي زیاته کړه، چې ټول باید د اسلامي فرهنګ د تطبیق او د اصیل افغاني فرهنګ د ساتنې لپاره هڅې وکړو، همدارنګه، فرهنګي فعالان، لیکوالان او قلموال مبارزین باید د امارتي ادارو په همکارۍ، د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو په پام کې نیولو سره د ځوان نسل په روزنه کې فعال رول ترسره کړي. د نوموړي په وینا، د فرهنګي او ادبي فعالیتونو د لا ودې لپاره د زمینې برابرولو په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لیکوالانو د کتابونو او مقالو د چاپ په برخه کې هم همکاري ترسره کوي.
د دغه نندارتون په بله برخه کې، یو شمېر صنعت کارانو خپل لاسي صنایع او هنري تولیدات نندارې ته وړاندې کړل، همدارنګه، یو شمېر لیکوالانو د فرهنګي ارزښتونو اړوند موضوعاتو د روښانولو په موخه خپلې علمي مقالې هم وړاندې کړې.
۱۴۴۸/۵/۸ هـ ق
