د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
..

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د پوهې، هنر او نوښت څرګندونه کوي او د دغو تاریخي ودانیو د ساتنې او بیارغونې په موخه به له همکارو ادارو سره خبرې وشي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیق‌الله عزیزي وايي، چې دغه ولایت بډایه تاریخي او فرهنګي مخینه لري او کوترخونې له هغو ودانیو څخه دي، چې د پخوانیو خلکو د دودیز ژوند، سیمه‌ییزې معمارۍ او کرنیزې پوهې څرګندونه کوي.
د ښاغلي عزیزي په وینا؛ د هرات په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي توګه په یو شمېر ولسوالیو کې، لسګونه تاریخي کوترخونې شته، چې ځینې یې د وخت په تېرېدو ویجاړې شوې او ځینې نورې ساتنې او بیارغونې ته اړتیا لري. دغه ودانۍ د تاریخي او معماري ارزښت ترڅنګ، په تېرو وختونو کې د خلکو په اقتصاد او د کرنې په پیاوړتیا کې هم مهم رول درلوده؛ ځکه د کوترو فضله مواد د کرنیزو ځمکو او بڼونو د حاصل‌ لپاره کارول کېدل. همدارنګه، د دغو برجونو ځانګړی جوړښت داسې طرحه شوی و، چې د کوترو د خوندیتوب او نسل زیاتیدو لپاره مناسب چاپېریال برابر شوی و.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه، چې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي آبداتو او فرهنګي میراثونو له ساتنې ملاتړ کوي او د دغو ارزښتمنو ودانیو د خوندي ساتلو په موخه او د تاریخي کوترخونو د ترمیم او بیارغونې د څرنګوالي په اړه به له مسؤول او همکارو ادارو سره خبرې وشي، ترڅو د دغو آثارو د ساتنې زمینه په ښه توګه برابره شي.
دغه راز نوموړی وویل: د دغو ډول ودانیو پېژندنه، ساتنه او معرفي کول د هرات د تاریخي هویت په خوندي ساتلو او د فرهنګي او سیاحتي جاذبو په معروفي کولو کې هم اغېزمن رول درلودلی شي.
د یادونې وړ ده، چې د هرات تاریخي کوترخونې د دغه ولایت د سیمه‌ییزې معمارۍ له بېلګو څخه دي، چې له خټو او خامو خښتو څخه جوړې شوې دي. د دغو ودانیو جوړښت په داسې ډول و، چې کوترو به پکې ځالې جوړولې او فضله مواد به یې د کرنیزو موخو لپاره د کارونې په پار راټولېدل.

۱۴۴۸/۵/۷ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS