د اطاعت اغیزې په نوم کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، پوهنې ریاست او الرباط فرهنګي او فکرې ادارې په ګډو همکاریو د دې ولایت په میزانه ولسوالۍ کې د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې په نوم کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال په بېلابېلو ډالیو سره وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو آمر وویل: د دې ډول پروګرامونو موخه په ټولنه کې د مطالعې دود پیاوړتیا، د اسلامي ارزښتونو ترویج، د اطاعت په سم ډول پيژندل او د کارکوونکو فکري روزنه ده.
نوموړي زیاته کړه، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې کوي، چې ورته علمي او فرهنګي سیالۍ د زابل ټولو ولسوالیو ته وغځوي.
دغه راز ګډونوالو د دې ډول پروګرامونو هرکلی وکړ او د ورته سیالیو پر دوام یې ټینګار وکړ.
۱۴۴۸/۲/۱۴ هـ ق
