بلخ کې لسګونه تنه ځوانان د فریلانسینګ له پروګرام څخه فارغ شول

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۹:۱۲
..

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري او د اسلاميک ريلف دفتر په تخنيکي همکاري د فریلانسینګ له درې میاشتني پروګرام څخه ۵۰ تنه ځوانان فارغ شول.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمدالله ضرار وویل: ځوانان د یوې ټولنې د پرمختګ، اقتصادي ودې او ابادۍ په برخه کې مهم او رغنده رول لري او د هېواد راتلونکی د ځوان نسل له وړتیاوو او هڅو سره تړاو لري. ښاغلي ضرار له ځوانانو څخه وغوښتل چې له رامنځته شویو فرصتونو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي او د ټکنالوژۍ او عصري مهارتونو د زده‌کړې په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمر وویل: په دغه درې میاشتني پروګرام کې ۵۰ تنو ځوانانو د فریلانسینګ په برخه کې زده‌کړې ترلاسه کړي دي او د فراغت په مراسیمو کې هر فارغ زده کوونکي ته یو لپ‌ټاپ کمپیوټر ډالۍ شو.
ورته مهال فارغ شویو ځوانانو د دغه ډول پروګرامونو هرکلی وکړ او ویې ویل: هڅې کوي، چې له ترلاسه کړیو زده‌کړو او مسلکي مهارتونو څخه په ګټې اخیستنې د خپل هېواد د پرمختګ، اقتصادي پیاوړتیا او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې اغیزمن رول ولوبوي.

۱۴۴۸/۲/۱۴ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۵۲
Background image

لوګر کې ګڼ شمېر خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو میعنیت له لوري د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته د (فکري، عقیدوي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۲۹
Background image

د کندهار د تاریخ کور (موزیم) په معیاري توګه جوړ او د لیدونکو پر مخ پرانېستل شو

د کندهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د کندهار تاریخ کور (موزیم) په معیاري توګه جوړ او د لیدونکو پرمخ پرانېستل شو، چې په دې اړوند جوړ شویو مراسمو کې د مرکزي موزیم رئیس مولوي صبغت الله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۲۵
Background image

له قلموالو مبارزینو او ځوانانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري له قلموالو مبارزینو او  ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي احمد مختار د قلموالو مبارزینو، ځوانانو،. . .

BACK TO NEWS