پکتیا کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (کتاب پېژندنه او پر څیړنیز بهیر یې اغېزې) په نوم علمي سیمینار وړاندې شو
د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او پکتیا پوهنتون په ګډو هڅو د کتاب او کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا او د ځوان نسل مطالعې ته هڅولو په موخه د پکتیا پوهنتون په مرکزي کتابتون کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (کتاب پېژندنه او پر څیړنیز بهیر یې اغېزې) په نوم علمي سمینار وړاندې شو.
سیمینار کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیض الله جوهري د مطالعې د فرهنګ، د مطالعې د ارزښت او په ټولنه کې د علم د پراختیا په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: مطالعه د یوې پرمختللې او با شعوره ټولنې د جوړېدو اساسي اړتیا ده او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې کوي، چې د فرهنګي پروګرامونو له لارې ځوانان مطالعې ته وهڅوو.
دغه راز د پکتیا پوهنتون مسؤلینو هم د علم او مطالعې د ارزښت په اړه هر اخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: مطالعه د انسان د فکري ودې، علمي پرمختګ او ټولنیز شعور د لوړتیا مهمه وسیله ده.
د سیمینار په لړ کې د پکتیا پوهنتون یو تن استاد ګډونوالو ته د کتاب لوستنې د ارزښت، د مطالعې اغېزې او د زدهکړو په بهیر کې د کتاب رول په اړه علمي معلومات وړاندې کړل.
۱۴۴۷/۱۲/۳ هـ ق
