د اسلامي نظام په استحکام کې د اطاعت اغیزو په نامه د کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۴:۳۸
...

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همکارۍ د اسلامي نظام په استحکام کې د اطاعت اغیزو په نامه د کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده وړاندې د دې ولایت شپږ سوو تنو امنیتي منسوبینو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوال یې وستایل شول.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمر د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله ۱۷ مې ګڼې فرمان (چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) ولوسته او په ټولنه کې یې د یاد فرمان د پلي کیدو په موخه د اړوندو ادارو او خلکو په همکاریو ټینګار وکړ.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما د تېرو دو لسیزو په لړ کې د مجاهدینو هڅو ته په اشارې سره وویل: د دندې اصولو ته ژمنتیا، پاک نیت، د امیراطاعت او د ټولنې له ټولو قشرونو سره ښه چلند د مجاهدینو د بریا ستر عوامل و او دا کولای شي، چې په راتلونکي کې هم د نظام د لا پیاوړتیا او ثبات سبب شي.
ښاغلي حقنما د پروګرام له ګډونوالو څخه وغوښتل، چې په خپل چلند او د مسؤلیتونو د ترسره کولو پر مهال اصول او قوانین په پوره توګه مراعت کړي او له خلکو سره متوازنې او سالمې اړیکې ولري.
د یادې سیالۍ ګډونوالو د مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ په راتلونکي کې د ورته نورو ښوونیزو او فرهنګي پروګرامونو جوړولو غوښتنه وکړه او دغه پروګرامونه یې د ظرفیت لوړونې او امنیتي منسوبینو په عامه پوهاوي کې مهم او اغیزمن یاد کړ.
د یادونې وړ ده، چې د یادې سیالۍ مخکښ ګډونوال په بېلابېلو معنوي او مادي ډالیو سره وستایل شول.

۱۴۴۷/۶/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۵۴
Background image

نیمروز کې د اسلامي معلوماتو سيالي تر سره او غوره ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د الرباط فکري او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د ۵۰۰ تنو ځوانانو ترمنځ د اسلامي معلوماتو (عقايدو، سيرت او فقهې احکامو) سيالۍ ترسره شوه او لسګونه تنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د فاریاب په اقتصادي ودې کې د فرهنګي میراثونو رول) په نوم غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د خلکو د فرهنګ ریاست له لوري د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ (د فاریاب په اقتصادي ودې کې د فرهنګي میراثونو رول) په نوم غونډه وشوه، چې پکې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

BACK TO NEWS