بادغیس کې (مسلمان ځوان او په ټولنه کې یې فرهنګي مسؤلیت) په نوم سمینار وړاندې شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۵:۲۸
...

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري یو شمېر فرهنګ پالو ځوانانو ته د مسلمان ځوان او په ټولنه کې یې فرهنګي مسؤلیت په نوم سمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي مطیع‌الله متقي د دغه ډول پروګرامونو جوړول د ځوان نسل د فکر د ویښتابه لپاره ښه فرصت وباله او ټینګار یې وکړ، چې مسلمان ځوانان د دې خاورې د ارزښتونو او معنوي میراثونو ساتونکي دي.
نوموړي زیاته کړه، دا ډول فرهنګي پروګرامونه نه یوازې د ځوانانو فرهنګي پوهه زیاتوي، بلکې د مسؤلیت قبلولو حس او ټولنیز تعهد هم پیاوړی کوي.
همداراز، د سیمینار یو شمېر ګډونوالو په خپلو ویناوو کې د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو په ساتنه، د فکري یرغل پر وړاندې مبارزه او د ټولنیز مسؤلیت منلو په اهمیت ټینګار وکړ. 

۱۴۴۷/۵/۱۷ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۴
Background image

د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته څلور قلمه جهادي تجهزات او آثار وسپارل شول

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د جهادي ارزښتونو او یادونو د ساتنې په موخه د هڅو په دوام دغه ریاست ته د حافظ عتیق الله کوثر له لوري د سرپل ولایت سانچارک ولسوالۍ اړوند ډلګۍ مشرانو څلور قلمه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۵۴
Background image

د هېواد مقدسو ځایونو، واټونو او څلور لارو نومونه

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د هېواد مقدسو ځایونو، واټونو او څلور لارو نومونې کمېسیون د هېواد په کچه د (۳۰) څلور لارو، (۱۹) واټونو، (۳) دوه لارو، (۱) درې لارې او (۱۳) عامه ځایونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۴
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو اصلاح

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو اصلاح کمېسیون (۲۷۵) بهرنیو کلمو او اصطلاحاتو ته په ملي ژبو بدیلي کلمې او اصطلاحات موندلي دي.
په یاده موده کې د (۱۸) مشورتي. . .

BACK TO NEWS