په بامیانو کې (د تاریخي او لرغونو سیمو اهمیت) په نامه د عامه پوهاوي سمینار ترسره شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۴:۴۶
..

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ایسا موسسې په همکارۍ (د تاریخي او لرغونو سیمو د اهمیت) په نامه د عامه پوهاوي یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې پکې د بامیانو والي، د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو، علماء کرامو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي د اسلامي دود، بومي کلتور او د افغانستان د مسلمان ملت د تاریخي هویت د ساتنې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ټینګار وکړ، چې د افغانستان مجاهد ملت د کلکې اسلامي عقیدې او قوي ارادې له مخې، د اشغال په وخت کې خپلو اسلامي او فرهنګي ارزښتونو ته هم وفادار پاتې شوی دی او دا د دغه مسلمان ملت یو ستر ویاړ دی.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري سید مصطفی صالح د بامیانو ولایت د تاریخي او لرغونو سیمو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: فرهنګي میراثونه زموږ د تاریخي، سیاسي، ټولنیزو او معنوي پیغامونو او ارزښتونو لیږدونکي دي، ښاغلي صالح ټینګار وکړ، چې د بامیانو د فرهنګي ارزښتونو، تاریخي او لرغونو آثارو ساتنه او پاملرنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی او خلک باید ورته جدي پاملرنه وکړي.
همدارنګه د ایسا موسسې استازي حمید قاضي زاده څرګنده کړه؛ د ایساموسسه هڅې کوي، چې د بامیانو تاریخي میراثونو څخه په ښه توګه ساتنه وکړي، ترڅو راتلونکو نسلونو ته انتقال شي.
د یادونې وړ ده، چې بامیان ولایت د یونیسکو نړیوال سازمان سره ثبت د اته تاریخي او لرغونو سیمو په لرلو سره، د هېواد تر ټولو لرغونو ولایتونو څخه ګڼل کیږي.
۱۴۴۷/۶/۲۰ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۳۰
Background image

د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له لوري د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر وویل: د خوښی ځای دی، چې په هلمند کې ټولې رسنۍ خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۴
Background image

بغلان کې د چاپ خونو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ولایت د چاپ خونو له مسؤلینو سره د مروجو بهرنیو اصطلاحاتو او کلیمو پر ځای د ملي ژبو د کارونې او همدارنګه د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

د عامه کتابتونونو رئیس د مالیزیا له ملي کتابتون څخه لیدنه وکړه

‏د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د مالیزیا له ملي کتابتون څخه لیدنه وکړه.
‏د مالیزیا ملي کتابتون مسؤلینو د هرکلي تر. . .

BACK TO NEWS