له کلتور ښوونيز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

tawana_admin
sdf

د ننګرهار ولایت داطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت له کلتور ښوونيز مرکز څخه په څلورمه دوره کې لسګونه ځوانان د ويناوالۍ برخه کې له څلور مياشتنيو زده کړو وروسته فارغ شول.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د ځوانانو چارو آمر قاري محمد آصف زهير فارغینو ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ وويل: د کلتور ښوونيز مرکز په څلورمه دوره کې مو يو شمېر ځوانانو ته په څلورو مياشتو کې د ويناوالۍ ترڅنګ د اسلام پوهنې او فکر جوړونې په اړه زده کړې ورکړې، چې نن يې د فراغت شاهدان يوو.
هغه زياته کړه؛ تر دې وړاندې په درېيو نورو دورو کې هم لسګونه ځوانانو په يادو برخو کې زده کړې ترلاسه کړي دي.
د ښاغلي زهير په وينا؛ په کلتور ښوونيز مرکز کې به بله ښوونيزه دوره سمدستي پيل شي.
هغه له ټولو ځوانانو غوښتنه وکړه، چې د رياست دروازې تل ستاسې پرمخ خلاصې دي، راشئ او دلته له وړيا زده کړو ګټه پورته کړئ.
په غونډه کې استاد محمد ګلاب توحيديار، استاد عبدالرحيم صراف او يو شمېر نورو ګډونوالو په اسلام کې د ځوانانو رول او مسؤليت په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې او د اسلام په تاريخ کې يې د ځوانانو په مېړانې او سرښندنو رڼا واچوله.
يادو استادانو د هېواد جوړونې برخه کې ځوانان خپلو مسؤلیتونو ته ځير کړل.
د غونډې په وروستيو کې د مسؤلينو له لوري استادانو ته ډالۍ او فارغینو ته بري ليکونه ورکړل شول.

۱۴۴۶/۶/۲۸ ھـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۱۰ ھـ ل

خبرتیا

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۴:۲۲
Background image

له کلتور ښوونيز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

د ننګرهار ولایت داطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت له کلتور ښوونيز مرکز څخه په څلورمه دوره کې لسګونه ځوانان د ويناوالۍ برخه کې له څلور مياشتنيو زده کړو وروسته فارغ شول. . . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۱:۲۲
Background image

د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د امارت پېژندنې علمي سيالۍ خبرتيا

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معینیت د عامه کتابتونونو ریاست د مرکز کابل په شکردره او میربچه کوټ ولسوالیو کې د امارت پېژندنې کتاب علمي سیالي ترسره کوي، دا سیالي د هېواد د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۹:۳۶
Background image

د افغانستان انټرنیشنل راډیو ټلوېزیون د خپرونو په اړه د رسنیزو تخطیو د ارزونې کمېسیون اعلامیه: 

رسنیز اخلاق له مخاطبانو سره د ژورنالیسستانو او رسنوالو یوه ګړنۍ یا شفاهي ژمنه ده، چې د اطلاعاتو د ورکړې او ترلاسي پر مهال په پام کې نیول کېږي، پر دې سربېره ځینې حقوقي مفاهیم هم شته چې د . . .

Back to announcements