د هلمند عامه کتابتون ته ۲۱ ټوکه کتابونه وسپارل شول
![….](/sites/default/files/2024-02/helmand13022024.jpg)
تېره ورځ د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ښاغلي عبدالقاهر ترکي له لوري ۲۱ ټوکه کتابونه وسپارل شول.
د عامه کتابتون عمومي مدیر ښاغلي محسن عمري د ښاغلي عبدالقاهر ترکي څخه مننه وکړه چي خپل کتابونه یې د صدقه جاریې په موخه هلمند عامه کتابتون ته ډالۍ کړل.
د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي سلطان محمد حنیف پرټولو هېوادوالو غږ وکړ، ترڅو هغه کتابونه چې کور کې بې ګټې پراته وي د صدقه جاریې په موخه دې هلمند عامه کتابتون ته وسپاري، چي د کتاب مینوال ورڅخه ګټه واخلي او ترڅنګ به یې عامه کتابتون د زیات شمېر کتابونو څخه برخمن شي
د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندي هم د یو با احساسه ځوان له لوري ۵۳ ټوکه کتابونه هلمند عامه کتابتون ته ډالۍ شوي و.
۱۴۴۵/۸/۲ هـ ق
۱۴۰۲/۱۱/۲۳ هـ ل