د لیکوالانو، ترانه ویونکو او ادیبانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۳:۹
zzz

سه شنبه (۳ محرم ۱۴۴۶)  د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ترنم او ترانو ریاست د رئیس مولوي امان الله مستغفر په مشرۍ د لیکوالانو، ترانه ویونکو او ادیبانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ترنم او ترانو رئیس مولوي امان الله مستغفر د علم او ادب په ارزښت خبرې وکړې او د ادب په وده او پراختیا یې ټینګار وکړ، نوموړي له ادبیانو وغوښتل چې مشورې او وړاندیزونه د ادب په برخه کې راسره شریکوئ څو دا مهمه برخه په ګډه قوي او پیاوړې کړو.

ورپسې ليکوالانو، ترانه ویونکو او ادیبانو د ادب پر پرمختګ خبرې وکړې هغوی زیاته کړه ادیبان د ټولنې سترګې دي، باید هر ادب پوه خپل مسؤلیت په ښه توګه ادا کړي او د یاد علم د ودې او پراختيا په برخه کې هر راز همکاري له حکومت سره وکړي.

۱۴۰۳/۴/۲۰ ھ ش 
۲۰۲۴/۷/۱۰ ميلادي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۴
Background image

د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته څلور قلمه جهادي تجهزات او آثار وسپارل شول

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د جهادي ارزښتونو او یادونو د ساتنې په موخه د هڅو په دوام دغه ریاست ته د حافظ عتیق الله کوثر له لوري د سرپل ولایت سانچارک ولسوالۍ اړوند ډلګۍ مشرانو څلور قلمه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۵۴
Background image

د هېواد مقدسو ځایونو، واټونو او څلور لارو نومونه

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د هېواد مقدسو ځایونو، واټونو او څلور لارو نومونې کمېسیون د هېواد په کچه د (۳۰) څلور لارو، (۱۹) واټونو، (۳) دوه لارو، (۱) درې لارې او (۱۳) عامه ځایونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۴
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو اصلاح

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو اصلاح کمېسیون (۲۷۵) بهرنیو کلمو او اصطلاحاتو ته په ملي ژبو بدیلي کلمې او اصطلاحات موندلي دي.
په یاده موده کې د (۱۸) مشورتي. . .

BACK TO NEWS